ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د شیعه علماوو شورا تاییدوي چې طالبانو د محرم پر مراسمو یو لړ محدوديتونه لګولي دي. د شیعه علماوو شورا په یوه غونډه کې د طالبانو بندیزونه نه دي منلي او د دې ستونزې د حل لپاره یې یو پلاوی ټاکلی چې د دوی پیغام ورسوي او له طالب چارواکو سره خبرې وکړي. نور تفصیل ئې له کابله د تهران ریډیو د خبریال فضل غني حقمل په راپور کې واورئ